په کینیا کښې د پولیسو له لوري د پاکستان خبریال وژونه، د کورنیو چاورو وزارت د پلټنو لپاره د درې کسیزه کمیټۍ جوړولو مراسله جاري کړې ده
باغی ټي وی رپورټ
د کورنیو چارو وزارت په کینیا کې د خبریال ارشد شریف د وژنې د پلټنو لپاره د یوې درې کسیزې کمېټې د جوړولو نوټیفیکیشن جاري کړی دی.
د نوټيفيکيشن له مخې د وفاقي تحقيقاتي بيورو (ايف آئي اے) ډائريکټر اطهر وحيد، ډپټي ډائريکټر جنرل انويسټيګيشن بيورو (آئي بي) شاهد حامد او د انټر سروسز انټليجنس (آئي ايس آئي) ليفټننټ کرنل سعد احمد به په تحقيقاتي ټيم کښې شامل وي۔
د ارشد شریف د مړینې د حقایقو د معلومولو لپاره به پلټونکې ډله سمدستي کینیا ته ولاړه شي.
د بهرنیو چارو وزارت چارواکي او په کینیا کې د پاکستان عالي کمېشن به د تحقیقاتي ټیم سره مرسته وکړي.
تحقیقاتي ټیم به د ارشد شریف د مړینې د حقایقو په اړه د کینیا پولیس او چارواکو سره ملاقات کوي او خپل رپورټ به د کورنیو چارو وزارت ته وړاندې کوي.
ياده دې وي چې د کینیا پوليسو منلې ده چې ارشد شريف د غلط شناخت له امله په ډزو وژل شوی دې. د ارشد شریف مړې هم بیګا شپې د اسلام آباد په هوایی ډګر راوړل شوي دې او جنازه به ی سبا ادا کیږي.
دا خبره د یادونې ده چې پرون وزیراعظم شهبا شریف د سينئر خبريال ارشد شريف د وژنې د پلټنو لپاره د عدالتي کميشن جوړولو فيصله کړې وه.
د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې وزيراعظم د هائي کورټ د يو جج په مشرۍ کښې د عدالتي کميشن جوړولو فيصله کړې ده چې پکښې به د کميشن مشري د سول سوسائټي او ميډيا غړي کولې شي۔
د اطلاعاتو وزير وويل چې وزيراعظم دغه پرېکړه د مرحوم ارشد شريف د وژنې د اصلي حقايقو معلومولو لپاره کړې ده.
………………………..