هغه الوتکه په اسلام آباد هوایی ډګر کوزه شوې چې د وژل شوي پاکستاني خبریال ارشد شریف مړې ی راوړې

باغی ټي وي رپورټ
د ارشد شریف مړی لېږدونکې الوتکه د اسلام اباد هوايي ډګر ته راښکته شوه، د ارشد شریف د کورنۍ غړي د جسد اخیستو لپاره په هوايي ډګر کې موجود وو.
د QR 1342 الوتکه د ارشد شریف جسد په 3:14 بجو له نیروبي څخه راروانه شوه.
د ارشد شریف مړی پاکستان ته وړونکې الوتکه د اسلام اباد په هوايي ډګر کې ښکته شوې چې پکې د هغه کورنۍ هم موجوده ده، جنازه به د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې کېږي.
باید وویل شي چې ارشد شریف د یکشنبې په شپه د نایروبي ماګدي پر لویه لار د پولیسو له خوا د غلط هویت له امله په ډزو ووژل شو. داسې ویلی کیږي د وژل شوي خبریال د جنازې نمونځ به سبا د زیارت په ورځ اسلام آباد ایچ ناین کښې ادا کړې شي.
دا خبره هم د یادونې ده چې د پاکستان فوځ حکومت ته لیک استولې دې چې د ارشد شریف وژنې دې پلټنې وشی او هغه کسانو په ضد دې هم کاروایی وشی چې د ادارو په ضد بیانونه خپروی چې د ارشد شریف په وژنه کښې ککړې دې.
………………






