د کراچي نادرا اهلکارو ټي ټي پي او القاعده شبکې کسانو ته شناختي کارتونه جاري کړي

0
94

باغي ټي وي رپورټ
په جیو نیوز رپورټ خپور شوې چې کراچې نادرا سنټر افسران او نور اهلکار القاعده او د تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لرونکي کسانو ته ددې هیواد پیژند کارتونه جاري کړي.

د متحده قومي مومنټ (ایم کیو ایم) پاکستان سناتور فیصل سبزواري په دې اړه د سېنېټ قائمه کمېټۍ په غونډه کښې راپور وړاندې کړې.

د رپورټ مطابق د نادرا ۵۰ نه واخله تر ۶۰ پورې اهلکار په دې فساد کښې ککړ دي.
د رپورټ له مخې نیول شوو کسان چې د القاعده شبکې سره ی تعلق لرلو د پاکستان شناختي کارتونه نیولی او دا ورته د کراچي نادرا سنټر جاري کړي دي.
د سینیټ قایمه کمیټې نه غوښتنه شوې چې به دې فساد کښې ککړ کسانو خلاف دې قانوني کاروایی وشي.
د رپورټ مطابق د نادرا مشر ویلي چې پلټنې روانې دي او ۲۹ د نادرا اهلکار ی کورته لیږلي دي.

Leave a reply