کابل کې د ایران مرستیال سفیر وایي: له ایران څخه افغانستان ته هیڅ کوم تهدید موجود نه دی.

0
88

کابل کې د ایران مرستیال سفیر وایي: له ایران څخه افغانستان ته هیڅ کوم تهدید موجود نه دی.

25 اکتوبر 2022

په کابل کې د ايران مرستيال سفير حسن مرتضوي مزارشريف ته د خپل سفر په ترڅ کې په يوه خبري ناسته کې وويل: “مزارشريف ته يې د سفر موخه د هغه سړک د جوړولو څېړنه ده چې ايران د هرات، بادغیس، فاریاب او جوزجان ولایتونو له لارې بلخ سره ونښلوي.

همدا راز په سرپل کې د فردوسي کتاب خانې ودانۍ، د حضرت علي او امام یحیی د زیارتونو بیارغونه د نوموړي د سفر موخه وه.

 

مرتضوي وويل، ايران د اسلامي امارت د تحول او برياليتوب له پيله د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی او د ايران له دننه څخه به د افغانستان خلکو ته هيڅ ګواښ نه وي او دغه هېواد تل هڅه کوي چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودريږي او هر څومره چی امکان لري مرسته وکړي.

اړوند موضوعات

ایران وایي په هر ستونزمن حالت کې له خپل ګاونډي هیواد افغانستان سره ولاړ دی.  

 

د ده په وینا په افغانستان کې یو خپلواک او ولسی نظام رامنځته شوی او دا مهال په افغانستان کې هیڅ بهرنی اشغالګر نشته او په دې هیواد کې ټولې چارې په خپلواکه توګه پرمخ وړل کیږی.

Leave a reply