اسرایلي فوځ ۶ فلسطینیان په ډزو شهیدان کړي دي

فوټو کریډټ: اې ایف پي
باغي ټي وي رپورټ
په لوېدیځه غاړه کې د اسرائیلي ځواکونو د ډزو په پایله کې شاوخوا ۶ فلسطینیان شهیدان او ۱۹ نور ټپیان شول.
د يو بهرني خبري اژانس له مخې، اسرائيلي پوځ نن د نابلس په ښار چاپه وهلې چې په ترڅ کې يې شپږ فلسطينيان شهيدان شوي دي.
په وژل شویو فلسطینیانو کې د آزادۍ غوښتونکی وادي الحوث هم شامل دی، چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا د یوشمېر ټپیانو حالت نازک دی.
د ګڼ شمېر اسراييلي پوځيانو له شتون سره سره په سلګونو فلسطينيان واټونو ته راووتل او د اسرائيلي ځواکونو د ظلمونو پر ضد يې لاريون وکړ.
اسرائیلي ځواکونو ویلي دي چې د دې عملیاتو هدف د فلسطینیانو د نوي ائتلاف «ارین الاسود» په نښه کول دي.






