د پاکستاني خبریال ارشد شریف په کینیا کښې د پولیس له لوري وژنه، د پاکستان فوځ حکومت ته د پلټنو لپاره لیک استولې دې
باغي ټي وي رپورټ
پاکستان پوځ د لوړ پوړي خبریال ارشد شریف د وژنې د پلټنو لپاره حکومت ته لیک استولی دی.د جنرل هيډکوارټرز (جي اېچ کيو) لخوا حکومت ته د ارشد شريف د وژنې د پلټنو لپاره خط ليکل شوی دی.
په خط کې د جی ایچ کیو نه د ارشد شریف د مقدمې په اړه د کمیشن جوړولو غوښتنه هم شوې ده.په مکتوب کې ویل شوي چې د هغو کسانو پر ضد دې سخت چلند وشي چې بنسټونه ملامتوي.
ياده دي وي چي اسلام آباد هائي کورټ د ارشد شريف د قتل د تحقيقاتو لپاره د فوري عدالتي کميشن جوړولو غوښتنه مسترد کړي ده ولي وزيراعظم د معاملې تحقيقاتو لپاره د عدالتي کميشن جوړولو فيصله کړي ده۔
دا خبره د یادونې ده چې
د اسلام اباد هائي کورټ د سينئر خبريال ارشد شريف د وژنې د پلټنو لپاره د سمدستي عدالتي کميشن جوړولو غوښتنه رد کړې ده.
د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس اطهرمن الله د ارشد شريف د وژنې پلټنو لپاره د فېکټ فائنډنګ کمېشن جوړولو درخواست اورېدنه کړې چې پکښې د درخواست کونکي وکيل شعيب رزاق عدالت کښې حاضر شو۔