حکومت په ژمي کې د ګیس کمښت لرونکو سیمو ته د ګاز سلینډر(ګیس پیپو) ورکولو اعلان کړی دی

0
228

باغی ټي وی رپورټ
د پټروليم وفاقي وزير مصدق ملک وئيلي دي چې د ژمي په موسم کښې به هیچا ته هم اجازه ور نه کړي چې د کورني استعمال ايل پي جي په بازار کښې په بلیک کښې خرڅ کړي.

په يو بيان کې مصدق ملک وئيلي دي چې د سوئي ناردرن او سدرن پشمول ټول شرکتونه به د اوګرا لخوا په ټاکلي نرخ د ايل پي جي سپلائي يقيني کوي او په کومو سيمو کې چې د گيس په سپلائي کې ستونزه وي د ايل پي جي سلنډر ورکوي.

د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دوی چمتو دي چې د روسیې په ګډون له هر هغه ځای څخه چې دوی یې ومومي ارزانه تیل او ګاز واخلي.
دا خبره د یادونې ده چې تیره میاشت ستمبر کښې د تېلو او ګازو د تنظیم ادارې (اوګرا) د کورنیو مایع پټرولیم ګاز (LPG) سلنډرونه ارزانه کړي دي.

اوګرا د کورنی ایل پی جی سلنډر په نرخونو کښي کمی کولو نوټیفیکشن جاری کړی دی. د اکتوبر له 1 څخه، د 11.8 کلوګرام LPG کورني سلنډر نوې بیه به 2374.25 روپۍ وي.

د اوګرا له مخې د ایل پی جی نوې بیه به 201.20 روپۍ فی کلو ده.
…………………………

Leave a reply