د خبریال ارشد شریف د وژنې د پلټنو لپاره د سمدستي عدالتي کمېشن جوړولو غوښتنه رد شوې

0
199

باغي ټي وي رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ د سينئر خبريال ارشد شريف د وژنې د پلټنو لپاره د سمدستي عدالتي کميشن جوړولو غوښتنه رد کړه.

د اسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس اطهرمن الله د ارشد شريف د وژنې پلټنو لپاره د فېکټ فائنډنګ کمېشن جوړولو درخواست اورېدنه کړې چې پکښې د درخواست کونکي وکيل شعيب رزاق عدالت کښې حاضر شو۔
عدالت پوښتنه وکړه چې ایا د ارشد شریف کورنۍ ته څوک تللی دی؟ ایا دوی کوم ملاتړ ته اړتیا لري؟ په دې اړه وکیل وویل چې د ارشد شریف جسد به نن پاکستان ته ورسېږي، موږ غوښتنه کوو چې د قتل د پلټنو لپاره دې یو عدالتي کمېشن جوړ شي.

عدالت ويلي دي چې د انکوائري په اړه دې صحافتي تنظيمونه په بورډ کې وساتل شي، په دې مرحله کې د کميشن جوړول هيڅ ګټه نه لري.

ډپټي اټارني جنرل عدالت ته وويل چې د کينيا حکومت به رپورټ وړاندې کوي او که درخواست کوونکي د کينيا په رپورټ اعتراض کوي نو د مقدمې اورېدنه دې وشي.
وکيل شعيب رزاق وويل د ارشد شريف د وژنې پلټنو لپاره د عدالتي کميشن جوړولو غوښتنه ده، جسټس اطهر من الله وويل دا د دوه مختلفو ملکونو مسله ده، رياستي ادارې دې په ښه توګه حل کولى شي.

وروسته عدالت د مقدمې اورېدنه د يوې اوونۍ لپاره وځنډوله.
………………

Leave a reply