د ډالر په مقابله کښې پاکستانۍ کلداره قوي شوې ده

0
205

باغی ټي وي رپورټ
د انټربینک ډالر ارزښت ته دوام ورکوي.

پرون د کاروباري اونۍ په لومړۍ ورځ هم د ډالر په ارزښت کې کموالی راغی او د کاروبار په پای کې ډالر د ۴۳ پیسو په مقابل کې په ۲۲۰.۴۱ روپۍ بند شو.

نن د سه شنبې په ورځ د کاروبار په پیل کې د ډالر ارزښت راټیټ شوی او تر دې دمه د ډالر بیه د ۶۶ پیسو په مقابل کې ۲۱۹ روپۍ ۷۵ پیسو ته راټیټه شوې ده.

بل خوا په ازاد بازار کې يو ډالر په ٢٢٢ روپۍ ٩٠ پيسې خرڅيږي.
دا خبره د یادونې ده چې کله نه چې اسحاق ډار د د خزانې وزیر وټاکل شو نو په هغه ورځو کښې ډالر د روپۍ په مقابله کښې ډیر قوي وو او اسحاق ډار دا ژمنه کړې وه چې ډالر به در ۲۰۰ کلدارو پورې راټیټ شی چې تر نن پورې ی دا ژمنه پوره نه کړه.
………………………..

Leave a reply