د پاکستان په داخلي سیاست کښې مداخلت نه کوو: امریکا

باغی ټي وي رپورټ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نااهلۍ په اړه د پوښتنې په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پخواني لومړي وزیر عمران خان د نااهلۍ په اړه محکمې ته د تګ په اړه د پوښتنې په ځواب کې څه ونه ویل.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دوی د پاکستان په داخلي سیاست کې لاسوهنه نه کوي.
ياده دې وي چې پخواني وزيراعظم عمران خان له واکه تر ليرې کېدو وروسته تور پورې کړ چې د ده د حکومت په نسکورولو کې امريکا لاس لري، په داسې حال کې چې عمران خان هم په دې اړه څو ځلې د ګواښونو ادعاوې کړې دي.
دا خبره د یادونې ده چې د اپریل په میاشت کښې عمرا ن خان
عمران خان د هغه امریکايي چارواکي نوم افشا کړې وو چې پاکستان ته یې ګواښ کړی وو.
په بني ګاله کې د تحريک انصاف د سياسي کميټۍ په غونډه کې عمران خان وويل چې د پاکستان سفير او د امريکې د استازي ډونلډ لو تر منځ د خبراترو په اړه نوټ اخستل شوې وو او ددې غونډې منټونه هم اخستل شوې وو.






