پخواني اولس مشر آصف زرداري د پاکستان ادارو په ضد د شعارونو پورته کولو په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده

0
227

باغي ټي وي رپورټ
پخواني ولسمشر اصف زرداري د ادارو پر ضد د شعارونو ورکولو سخته غندنه کړې ده.

دا هم ولولئ
د وزيراعظم په غونډه كښې د ادارو په ضد د ناحقه نعرو غندنه
په سوشل ميډيا دامنيتي ادارو او شخصيتونو په ضد کمپاين، يو ملزم کراچۍ نه نيول شوى
په يو بيان کې اصف زرداري وويل چې د ادارو په ضد بايد هيڅ پلیټ فارم استعمال نۀ شي، د پاکستان بقا زمونږ په ادارو پورې تړلې ده او دا د افسوس خبره ده چې يو کس دې ملک ته د بدمعاشۍ او نفرت پرته بل څه نه دي ورکړي.

پخواني ولسمشر وويل چې د عمران هره وينا د سياست پر ځاى له نفرته ډکه ده، موږ ټول پوهيږو چې د دغه کس ټوکر له کومه کېږي او د چا په غوښتنه د ادارو پر ضد نفرت خپروي.
هغه زیاته کړه، زموږ سرتېري او افسران په دې یونیفورم کې خپل ژوند قربانوي او پر ضد یې شعارونه ورکول د غندنې وړ دي.

Leave a reply