امریکا هم د پاکستان وتلي خبریال ارشد شریف په کینیا کښې د پولیسو له لوري په وژنه خواشیني څرګنده کړې ده

0
159

باغی ټي وي رپورټ
امریکا د سینیر خبریال او اینکر ارشد شریف په مړینه خواشیني څرګنده کړې ده.

په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس په یوه بریفنگ کې ویلي چې د ارشد شریف کورنۍ او همکاران یې د خپلې ژورې خواخوږۍ مراتب څرګندوي او د کینیا له حکومته غواړي چې د پېښې په اړه بشپړې پلټنې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، نړۍ د ارشد شریف له کاره خبر وه، د هغه د مړینې په اړه بشپړ معلومات لا نه دي خپاره شوي، امریکا له خبریالانو ملاتړ کوي چې له وېرې او د مطبوعاتو له ازادۍ پرته کار وکړي.
نېډ پرائس زیاته کړه چې د بیان د ازادۍ په اړه د امریکا بېلابېل پروګرامونه په ټوله نړۍ کې روان دي، د هغو حکومتونو پر ضد هم اقدامات شوي چې د بیان د ازادۍ حق تر پښو لاندې کوي.

د دې نه علاوه نیډ پرائس د پخواني وزیراعظم عمران خان د نا اهلۍ په ضد عدالت ته د رجوع کولو پوښتنې ته په ځواب کې وویل چې د پاکستان په داخلي سیاست کې لاسوهنه کوي او د پاکستان د سیاسي نظام او عدلیې تر منځ په روانه شخړې باندې خبرې نه شي کولی.
دا خبره مهمه ده چې د کینیا پولیسو یو بیان او مراسله خپره کړې چې پاکستانۍ ژورنالسټ د پولیسو څخه په غلمې فهمې کښې په ډزو اووژل شول. پولیس وایی چې هغوي په سرک د یو تښتول شوي موټر د نیولو لپاره خنډونه اچولي وو او په کوم موټر کښې چې ارشد شریف روان وو، دا موټر د پولیس په اشاره و نه دریدو او پولیسو پرې ډزې وکړې چې ارشد شریف ی پایله کښې ژوبل شو او بیا ی ژوند له لاسه ورکړو.

Leave a reply