د کینیا پولیسو د پاکستاني خبریال د وژنې په اړه لومړې راپور خپور کړې

0
174

باغی ټي وي رپورټ
د کینیا پولیسو د مشهور خبریال ارشد شریف د وژل کیدو په اړه لومړنی راپور خپور کړی دی.

د پولیسو په راپور کې ویل شوي، چې د ارشد شریف موټر د هغه د ورور لخوا روان و، پولیسو د ماګدي پر لویه لار کوچنۍ ډبرې ایښې وې او سړک یې بند کړی و، د سړک د بندیدو باوجود د ارشد شریف موټر ونه دریدو.
په راپور کې راغلي چې د پولیسو افسرانو پرته له دې چې په موټر کې ودریږي ډزې وکړې او په موټر کې 9 مرمۍ وویشتل شوې او له 9 څخه یوه مرمۍ د ارشد شریف په سر ولګیده.

د کينيا د پوليسو لخوا جاري شوي بيان ترمخه پاکستاني ارشد محمد شريف تيره شپه په مرم روډ د پوليس په ډزو وژلے شوے دے۔
پوليس زياتوي چي د پوليس د ګاډي د غلا په اطلاع باندي سيمه محاصره کړے شوي وه، د وژل شوي ارشد شريف ګاډي په سړک باندي د ودرولو په ځاي مخي ته روان شو نو پوليسو ډزي اوکړي چي له وجي ارشد شريف ژوبل او وروسته مړ شو۔
دا لاندینې هغه مراسله ده چې د کینیا پولیسو خپره کړې ده، په دې مراسله کښې وایی چې پولیسو په سرک د یو تښتول شوي موټر لپاره په لار خنډان اچولي وو خو د ارشد شریف چې د موټر د هغه رور خرم چلولو په و نه دریدو او پولیس پرې ډزې پیل کړي.

د کینیا ملي پولیسو په دې پېښه خواشیني څرګنده کړې او د ارشد شریف له کورنۍ سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د کنړ پولیسو ویلي چې اړوند چارواکي د پېښې په اړه څېړنې کوي.

ياده دې وي چې سينئر خبريال او اينکر ارشد شريف په کينيا کې وژل شوی دي او پولیس وایی چې هغه ی په غلط فهمي کښې په ډزو ویشتلې دې کله چې هغه د پولیس له لوري په سرک ایښودل شوي خڼدونو څخه تیر شو او سرغړونه ی وکړه او بیا پولیسو ددوی په ګاړي ډزې وکړي چې په پایله کښې ی ارشد شریف اووژل شو.
…………………..

Leave a reply