عمران خان د ټاکنو لګښتونه نه دي ښودلي، د پاکستان ټاکنو کمیشن د عمران خان په ۶ حلقو کښې د بریالیتوب مراسله نه جاري کوي
باغي ټي وی رپورټ
اليکشن کميشن د اکتوبر په 16مه نيټه په ضمني انتخاباتو کښې د قومي اسمبلۍ په 2 سيټونو د کامياب اميدوارانو د بري نوټيفيکيشن جاري کړے وو ولي د عمران خان د کاميابۍ نوټيفيکيشن بند کړے شوے وو د کوم وجه چې اوس راغلې ده۔
د چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا په مشرۍ کې د اليکشن کميشن غونډه شوې چې پکښې د کراچۍ اين اے 237 نه د پيپلز پارټۍ عبدالحکيم بلوچ او اين اے 157 ملتان نه د پيپلز ګوند علي موسى ګيلاني د کاميابۍ نوټيفيکيشن جاري کړے شوے دے۔ د عمران خان د ۶ څوکیو په اړه لایحه نه ده خپره شوې.
دسرچينو ترمخه دعمران خان دبرياليتوب نوټيفيکيشن دانتخاباتي لګښتونو نه افشا کولو له امله نۀ دى جاري شوى.
سرچينې وائي چې عمران خان د اين اے 45 کرم ضلعې څخه ضمني انتخاباتو کې دکډون لپاره وړ اعلان شوى دى.
بل خوا د پاکستان اليکشن کميشن د توشه خانې په کيس کښې د نااهلي له وجې د اين اے 95 ميانوالي نه د عمران خان څوکۍ خالي اعلان کړې ده۔
الیکشن کمیشن د عمران خان د این اے 95 میانوالی سیټ ډی نوٹیفائی کړے دے چی له وجی ئي د هغه سیټ خالی شوی دی.
اليکشن کميشن وئيلي دي چې د عمران خان څوکۍ د توشه خانې ريفرنس کښې د نااهلي له وجې خالي شوې ده۔
ياده دي وي چي تيره ورځ اليکشن کميشن عمران خان ته د توشه خانه کيس کښي نااهله ګرځولي وو او هغه ئي په کرپشن کښي ککړ بللي وو۔