د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په دوه ورځني سرکاري سفر سعودي عربستان ته تللې دې
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان په بلنه په دوه ورځني رسمي دوره روان شوے دے۔
په پلازمینه ریاض کې د خپل استوګنې په ترڅ کې به لومړی وزیر د سعودي ولیعهد سره وویني.
په دې ليدنه کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي برخه کې د څو اړخيزو همکاريو د لا پياوړتيا او د اوږدمهاله وروڼو اړيکو د لا ښه والي په اړه سلا مشورې وشي.
سعودي عرب په پاکستان کې د سرمايه کارۍ ښه امکانات لري، سعودي عرب به په پاکستان کې د ۱۲ اربه ډالرو سرمايه کارۍ کوي، عصري ريفائنري او پيټرو کيميکل کمپلکس به جوړوي.
تمه کیږي چې شهزاده محمد بن سلمان به د نومبر په وروستۍ اونۍ کې د عصري ریفائنري او پیټرو کیمیکل کمپلیکس د جوړولو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.