په توشه خانه کیس کښې د عمران خان نااهلي، د ټاکنو کمیشن د میانوالۍ حلقه این اې ۹۵ خالي اعلان کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان اليکشن کميشن د توشه خانې په مقدمه کې د نااهلۍ له امله د ميانوالي د حلقه اين اے ٩٥ نه د عمران خان څوکۍ خالي اعلان کړې ده.
الیکشن کمیشن د عمران خان د این اے 95 میانوالی سیټ ډی نوٹیفائی کړے دے چی له وجی ئي د هغه سیټ خالی شوی دی.
اليکشن کميشن وئيلي دي چې د عمران خان څوکۍ د توشه خانې ريفرنس کښې د نااهلي له وجې خالي شوې ده۔
ياده دي وي چي تيره ورځ اليکشن کميشن د توشه خانه کيس کښي عمران خان نا اهله اعلان کړے وو او هغه ئي په کرپشن کښي ککړ بللي وو۔
اليکشن کميشن د توشه خانې ريفرنس کښې د پخواني وزيراعظم عمران خان د نااهلې کولو تفصيلي فيصله جاري کړې ده۔
په 36 پاڼو تفصيلي فيصله د چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا او د پنجاب اليکشن کميشن غړي بابر حسن بهروانا په شمول د څلورو غړو لاسليکونه دي.
ياده دي وي چي د اليکشن کميشن پنجاب ممبر بابر حسن بهروانه د ډينګي له وجي د توشه خانه کيس فيصله باندي دستخط نه کړے شوے
په پریکړه کښې دا لیکل شوي چې د ټاکنو کمیشن دا اختیار دې چې عمران خان د اثاثو په پټولو کښې نااهل کړي.
……………………….