پاکستان له کینیا څخه غوښتي دي چې د خبریال ارشد شریف د وژنې پلټنه وکړي

0
74

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان له کینیا وغوښتل چې د لوړ پوړي خبریال ارشد شریف د وژنې په اړه تحقیقات وکړي.

د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي يو بيان کې ويل شوي چې پاکستان د کينيا نه د ارشد شريف د وژنې د پلټنو غوښتنه کړې ده.
لومړي وزیر شهباز شریف د کینیا له ولسمشر ویلیم روټو څخه غوښتنه کړې چې د مقرراتو پروسه ژر تر ژره بشپړه کړي.
د خارجه دفتر ترمخه د کينيا صدر ويليم روټو په دغه پېښه د افسوس څرګندونه کړې ده۔

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د پاکستان حکومت د ارشد شریف د جسد راوړلو لپاره د کینیا له چارواکو سره کار کوي، په نیروبي کې د پاکستان هائي کمېشن د عمل چټکولو لپاره د کینیا له حکومت سره په تماس کې دی.

د خارجه دفتر ترمخه قائم مقام خارجه سېكتر رضا بشير په اسلام آباد كښې د كينيا هائي كمشنر سره ملاقات وكړو او هغه ته يې د پېښې په اهميت خبر كړو۔

دا خبره د یادونې ده چې د ارشد شریف د وژنې په اړه دا تایید شوې چې لوړ پوړی پاکستانی ژورنالیست ارشد شریف د کینیا پولیسو د غلط فهمۍ په اساس په ډزو وژلی دی.

د بهرنيو ميډيا له مخې ارشد شريف نيروبي سره نزدې د کينيا پوليسو په سر په ډزو وواژه کله چې د هغه ډرائيور په يوې پوستې کښې د اصولو نه سرغړونې کولې.
دا خبره هم د یادونې وړ ده چې وزيراعظم شهباز شريف د كينيا اولس مشر وليم روټو ته ټيلي فون كړې دې.

لومړي وزیر د کینیا له ولسمشر سره د پاکستاني خبریال ارشد شریف د وژل کېدو په پېښه خبرې وکړې او د پېښې په اړه یې د شفافه څېړنو لپاره ټینګار وکړ.

وزيراعظم د كينيا اولس مشر ته د پاكستاني ولس او د ميډيا د ټولنې په استازيتوب په دې پېښه د سختې اندېښنې څرګندونه وكړه۔په ټیلیفوني خبرو کښې وزیراعظم د مرحوم ارشد شریف د جسد پاکستان ته د بیرته ستنولو لپاره هم لارښوونه او ټینګار وکړو.

په دې لړ کې د کينيا پوليس وايي، چې دغه پاکستاني خبريال له خپل موټر چلوونکي سره له ماګادي څخه نيروبي ته روان وو چې پوليسو د لارې په بندولو سره تلاشي کوله او ددوی موټر سرغړونه وکړو او د پولیسو د تالاشې په ځای کښې ی له قانون څخه سرغړونه وکړه او پولیسو ددوی په موټر ډزې وکړې چې په پایله کښې ی ارشد شریف اووژل شو.
…………………..

Leave a reply