ایران کې د اسیا او اقیانوسیه (اوآنا) خبري آژانسونو عمومي اسامبلۍ اتلسمه غونډه ترسره شوه.

0
118

ایران کې د اسیا او اقیانوسیه (اوآنا) خبري آژانسونو عمومي اسامبلۍ اتلسمه غونډه ترسره شوه.

24 اکتوبر 2022

د اسيا او اقیانوسیه خبري اژانسونو د سازمان د عمومي اسامبلې اتلسمه غونډه د ايران د کلتور او ارشاد د وزير محمد مهدي اسماعيلي او د غړو هېوادونو د چارواکو او استازو په شتون په تهران کښې جوړه شوه.

د رسنیو د خبر له مخې په دې غونډه کې د نړۍ له ٣٥ هېوادونو څخه ٦٠ چارواکو او د نړيوالو رسنيو استازو ګډون کړى دى او د افغانستان په استازيتوب د باختر آژانس رئیس عبدالواحد ريان هم حضور لري.

 

په دې غونډه کې د جنوبي کوريا د يونهاپ خبري اژانس مرستيال هو جين کيم په خپله وينا کې د دغې غونډې جوړېدل د رسنيو ترمنځ د همکارۍ د تبادلې لپاره يو ښه فرصت وباله او زياته يې کړه: د اوانا د عمومي اسامبلې اتلسمه غونډه يوه مهمه غونډه ده او موږ کولی شو په دې غونډه کې په مهمو ستونزو خبرې وکړو او د دې سازمان غړي کولی شي خپل نوي وړاندیزونه او پلانونه وړاندې کړي او هر غړی فرصت لري چې خپلې تجربې وړاندې کړي.

هغه د جنوبي کوريا په مرکز سيول کې د دغه فورم د راتلونکو غونډو د تر سره کولو وړانديز وکړ او ويې ويل چې په هرو دريو کلونو کې به دا غونډه په کوم ځای کې تر سره شي.

د جنوبي کوريا د يونهاپ خبري اژانس د اجراييه رييس مرستيال په دې خبرې سره چې موږ بايد د ستونزو او فرصتونو د پيژندلو توان ولرو، وويل: موږ بايد فرصتونه او ستونزې وڅيړو او د هغو د حل لپاره يې بحث وکړو.

هغه زیاته کړه: موږ اوس هم کولای شو چې په رسنیو کې د شته ستونزو په اړه په خبري ادارو کې غونډې جوړې کړو او په خپله اجنډا کې یې ځای کړو، ځکه موږ په دې برخه کې ښه متخصصین لرو او کولای شو له هغو څخه ګټه پورته کړو.

 

د اسيا او ارام سمندر خبري اژانس (OANA) په ١٣٤٠ کال کې د ملګرو ملتونو د تعليمي، علمي او فرهنګي سازمان (يونسکو) په مرسته د دې سيمې د هېوادونو ترمنځ د معلوماتو د اسانتيا په موخه رامنځته شوه.

د غړو هېوادونو ترمنځ د رسنیو د همکارۍ پراختیا او پیاوړتیا په تهران کې د اونا د عمومي اسامبلې د غونډې تر ټولو مهم محور او اجنډا ده.

اوس مهال د اسيا او ارام سمندر له ۳۵ هېوادونو څخه ۴۳ خبري اژانسونه د دغه سازمان غړيتوب لري.

Leave a reply