حسین کاظمي قمي: په ایران کې څه باندې ۵۰۰ زره افغان محصلین زده کړې کوي

0
98

حسین کاظمي قمي: په ایران کې څه باندې ۵۰۰ زره افغان محصلین زده کړې کوي

هغه زیاته کړه، تر څو چې په افغانستان کې نسبي اقتصادي، سیاسي او ټولنیز شرایط برابر نه شي، د افغانانو زده کړې به دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم له افغان مهاجرینو سره د ایران د پوځ د ناوړه چلند او په دغه هیواد کې له زده کړو څخه د مهاجرو محصلینو د ایستلو په اړه ډیر راپورونه ورکړل شوي دي.

 

(2022 / 10 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسین کاظمي قمي وايي، د ایران په ښوونځیو کې تر ۵۰۰ زرو ډېر افغان زده کوونکي زده کړې کوي. قمي د یکشنبې په ورځ په ایران کې په یوه غونډه کې وویل چې د دغه هېواد په ښوونځیو کې ۵۲۰ زره افغان زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

هغه زیاته کړه، تر څو چې په افغانستان کې نسبي اقتصادي، سیاسي او ټولنیز شرایط برابر نه شي، د افغانانو زده کړې به دوام ولري.

اړوند موضوعات:

ایران کې افغان کډوالو سره سخت چلند؛ ټولنیزو رسنیو کې یې توند غبرګونونه پارولي 

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم له افغان مهاجرینو سره د ایران د پوځ د ناوړه چلند او په دغه هیواد کې له زده کړو څخه د مهاجرو محصلینو د ایستلو په اړه ډیر راپورونه ورکړل شوي دي

 

Leave a reply