وزیراعظم شهباز شریف په ښه لوبه کولو د پاکستان کرکټ ټیم لوبغاړو ستاینه کړې ده

0
97

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د ټي ټوئنټي ورلډکپ سوپر 12 پړاؤ کښې د هندوستان خلاف په غوره کارکردګۍ د قامي ټيم ستائنه کړې ده۔

هند له یوې حساسې لوبې وروسته پاکستان ته ماتې ورکړه، هند د کوهلي او پانډیا د غوره توپ وهنې په پایله کې په وروستي توپ د ۱۶۰ منډو هدف ترلاسه کړ، کوهلي د ۸۲ منډو په جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان ټيم د کارکردګۍ ستاينه کړې او وئيلي ئې دي چې د پاکستان غوره کوشش ټيم ښه لوبه ده۔


هغه وويل چې نننۍ لوبه ښه وه او پاکستان د ګټلو لپاره ډېره هڅه کړې ده.
دا خبره د یادونې ده چې نن د پاکستان او هند په ټي ټونټي نړیوال جام کښې به ملبورن استرالیا کښې میچ ډیر خوندور پای ته ورسیدو.
پاکستان توپ وهونکو د ښې لوبې مظاهره وکړه او ۱۶۰ منډې هدف ی هند ته ورکړو، روسته پاکستاني لوبغاړو هم ښه مظاهره وکړه خو هند دا لوبه وګټله.
…………………..

Leave a reply