پاکستان فوځ د ملګرو ملتونو د نړۍ امن مشن یوه فعاله برخه، پاکستان د نړۍ امن ساتلو لپاره هوډ

0
182

باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان فوځ ځواکونه د نړۍ د سولې لپاره د ملګرو ملتونو سره د خدمت یو ځانګړی او اوږد تاریخ لري.

پاکستان د ۱۹۴۷ کال د سپټمبر په ۳۰ مه د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموریت سره یو ځای شو. د پاکستان د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموریت په ۱۹۶۰ کال کې هغه مهال پیل شو چې پاکستان په کانګو کې د ملګرو ملتونو په عملیاتو کې خپله لومړۍ ډله وګمارله.

پاکستان په ۴۸ ګډو ماموریتونو کې د ۲۹ هېوادونو له ۲۲۹۰۰۰ څخه زیاتو سرتېرو برخه اخیستې، د ۲۴ افسرانو په ګډون د پاکستان د پوځ ۱۷۱ سرتېرو د ملګرو ملتونو د سولې په ماموریتونو کې خپل ژوند قرباني کړ او د خپل هېواد نوم یې په نړیواله کچه روښانه کړ.

په سوله ساتو ماموریتونو کې د پاکستان دوامداره ګډون د ملګرو ملتونو منشور، موخو او اصولو ته زموږ د ژمنتیا ثبوت دی، چې د نړۍ ډېرو مشرانو او د ملګرو ملتونو مشرتابه په پراخه کچه ستایلی دی.
د سوله ساتو ځواکونو د چمتو کولو ترڅنګ، پاکستان د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ځواکونو په ذهني روزنې، ستراتیژۍ او روزنې کې هم برخه اخلي، د CIPS څخه د 381 بهرنیو استازو په ګډون شاوخوا 2719 کسانو د سولې په ماموریتونو کې د خدمت لپاره ځانګړې روزنه ترلاسه کړې.

پاکستانۍ مېرمنې هم د ملګرو ملتونو د سولې په مشن کانګو کې د سولې لپاره فعالې دي، د پاکستانۍ مېرمنو رول ډېر اغېزناک دی او د دوی خدمتونه د سولې لپاره کلیدي دي. پاکستان لومړی هېواد دی چې په کانګو کې یې د جون په ۱۹ مه ښځینه پوځیان ځای پرځای کړل.

تر اوسه د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې له ۴۵۰ څخه زیاتې پاکستانۍ ښځې د امن دې مشن برخه جوړې شوي دي.
پاکستان په دې ورځ د خپلو سوله غوښتونکو قربانیو ته د خراج تحسین وړاندې کولو سره د نړۍ امن ساتلو لپاره ددې هیواد عزم ثابت دی.

Leave a reply