د پي ټي آیی کارکوونکو لارې بندې کړي، ناوې په موټر سایکل د واده تقریب تالار ته رسیدلې ده

0
278

باغی ټي وي رپورټ
د اکټوبر په ۲۱ مه د ټاکنو کمېشن د توشه خانې په قضیه کې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان نااهله اعلان کړ او د کراچۍ په ګډون د پاکستان په لویو ښارونو کې د تحریک انصاف کارکنان سړکونو ته راووتل.

د لاريون له امله د کراچۍ په ګډون په لاهور او راولپنډۍ کې د څه مودې لپاره ټريفک جام شو چې له امله يې ښاريان له سختو ستونزو سره مخ شول.

په همدې تړاو پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوې، چې په کې لیدل کېږي، چې ناوې د واده په جامو کې پر موټرسایکل ناسته ده او ګیر چاپیر د خلکو ګنړه ګونړه هم ده.
ناوې شاید چې هڅه کوي چې د هغې لپاره تابیا شوې د نکریزو غونډه لپاره په موټر سایکل تالار ته لاړه شي ځکه چې میرمن په زیړو د واده جامو کښې لیدل شی چې په عامه توګه د نکریزو په غونډه کښې د ګډون په موقع ناوې اغوندي.
دا خبره مهمه ده چې د عمران خان د نااهلې پریکړې وړاندې د پخواني وزیر دفاعی پرویز خټک یوه آډیو هم لیک شوې وه چې هغه وایی چې که چرې پریکړه د عمران خان په ضد راغله نو باید د پی تي آیی ټول مشرانو او کارکوونکي سرکونو ته رااوځي او سرکونه او لارې بندې کړي.
………………………….

Leave a reply