د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کښې د عمران خان نااهلۍ پریکړې په ضد قرارداد منظور شوې
باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آئي) د مشر عمران خان د نااهله کولو د فیصلې خلاف یو قرارداد منظور کړی دی.
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د عمران خان د نااهلۍ په ضد د منظور شوي قرارداد په ضد اپوزيشن د سپيکر ډېس محاصره کړی دی.
د مسلم ليګ ن صوبايي اسمبلۍ غړې ثوبیا شاهد د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې د پي ټي آئي چيئرمېن نااهلي خلاف منظور شوي قرارداد په ضد یو ساعت اوچت کړو او احتجاج ی وکړو.
دا خبره د یادونې ده چې پرون د پنجاب اسمبلۍ په غونډه کې د عمران خان له نااهلۍ وروسته ځانګړې غونډه رابلل شوې وه.د پنجاب اسمبلۍ سپیکر سبطین خان د پنجاب اسمبلۍ نننۍ غونډه نن د اکتوبر په ۲۲مه رابللې ده.
په غونډه كښې به اليكشن كمېشن د توشه خانې په ريفرنس كښې د عمران خان د نااهلې كولو په ضد قرارداد وړاندې كوي۔
ياده دي وي چي د چيف اليکشن کميشنر په مشري کښي پنځه کسيزه بنچ د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د توشه خانه کيس کښي د متفقه فيصله کولو په وخت نااهله ګرځولي وو۔