نړیوال ټي ټونټي کرکټ جام، نن د پاکستان او هند سیالې کیږي، د کرکټ مینه وال دې سیالې ته په انتظار دي
باغی ټي وي رپورټ
د ټي ټوئنټي ورلډکپ فائنل نه وړاندې د پاکستان او هند لوبډلو ترمېنځه لويه لوبه نن په ميلبورن كښې كېږي۔
په دې لړ کې د هند څخه کپیل دیو، اتل وسان، انجم چوپړا په ویډیو کال د جیو نیوز په ځانګړي پروګرام پاک بهارت تکرا کې ګډون کړی وو چې پکې د پاکستان څخه عاقب جاوید، معین خان او نورو ګډون کړی وو.
د هند پخوانی کرکټر او لیجنډ کپیل دیو وايي، د پاکستان او هند په لوبه کې پر دواړو لوبډلو فشار ډېر دی، د پاکستان توپ وهنه د هند په پرتله ښه ده.
د پاکستان د کرېکټ پخوانی لوبغاړی معین خان وايي، هغه لوبډله بریالۍ کېږي چې له فشار څخه خوند اخلي.
د لوبې په اړه عاقب جاوید وویل چې شاهین افریدي په نړۍ کې یوازینی بالر دی چې په پاور پلې کې ښه توپ اچونه کوي.
هغه وویل چې د هند سوریا کمار په 360 درجې توپ وهنه کوي، هغه یوازې سوریا کمار بهر کولی شي، هغه نشي کولی د منډو جوړولو مخه ونیسي.
دا خبره مهمه ده او د یادونې ده چې
د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو سترې لوبې ته په انتظار ناست مینه والو ته ښه زیری مخې ته راغل ېدې، لکه څنګه چې په میلبورن کې د باران چانس نور هم کم شوی او د بشپړې لوبې هیله شته.
په میلبورن کې نن د ماښام له 7 بجو څخه تر 10 بجو پورې د باران چانس 15٪ کم دی، په 11 بجو د باران چانس 24٪ او په میلبورن کې د ورځې په جریان کې د باران امکان 5٪ څخه کم دی.
ياده دې وي چې د ټي ټوئنټي ورلډ کپ په لړ کې به د هند او پاکستان لومړۍ لوبه نن په ميلبورن کرکټ ګراونډ کې کېږي، چې د دې لوبې ټول ټکټونه پلورل شوي دي.