ګلبدین حکمتیار: د ملي شورا او اساسي قانون په رامنځته کیدو کې ځنډ د افغانستان په زیان دی.

0
104

ګلبدین حکمتیار: د ملي شورا او اساسي قانون په رامنځته کیدو کې ځنډ د افغانستان په زیان دی.

21 اکتوبر 2022

 

د حزب اسلامي مشر گلبدین حکمتیار وایي نن ورځ د جمعې په ورځ د خطبې پر مهال وویل: تر دې مهاله یوازې د واک پر سر څېرو تغییر کړی خو نور هر څه د پخوا په څېر روان دي.

 

حکمتیار وایي چې لا هم په هېواد کې اساسي قانون او داسې یوه شورا نه ده رامنځته شوې چې د ملي اجماع تمثیل کړي او مهمو مسایلو په اړه د ملت په استازیتوب تصمیم ونیسي.

حکمتیار زیاتوي افغانستان کې داسې ادارې فعالیت کوي چې هره اوونۍ ۴۰ مېلیونه ډالر تر لاسه کوي او په خپله خوښه یې مصروفوي چې له دې سره دغه ادارې په بدیلو حکومتونو تبدیلې شوي دي.

اړوند موضوعات

حکمتیار: باید شورایی برای تصویب قانون اساسی ایجاد شود

تیره جمعه هم حکمتیار ویلي وه چې ده یوه داسې طرحه وړاندې کړی چې په تطبیق سره یې له ستونزو وتلی شو.

Leave a reply