د پاکستان لپاره یو ښه زیرې، پاکستان د فیټف خړ لسټ څخه اووتل
باغی ټي وي رپورټ
د مالي اقدام کاري ځواک (FATF) پاکستان له خړ لیست څخه وایستل.
په پاریس کې د FATF دوه ورځنۍ غونډه وشوه چې پکې له خړ لیست څخه د پاکستان د نوم د ایستلو په اړه غور وشو.
د پاکستاني پلاوي مشري د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهر کوله. له غونډې وروسته FATF رسماً د پاکستان نوم له خړ لیست څخه د ایستلو اعلان وکړ.
د FATF له خړ لیست څخه وتل به پاکستان ته د بهرنیو مرستو ترلاسه کول اسانه کړي.
د مالي عمل کاري ځواک
د مالي اقدام کاري ځواک د غړو شمېر ۳۷ دی، چې په کې د امریکا، بریتانیا، چین، هند او ترکیې، د خلیج د همکارۍ شورا او اروپايي کمېسیون په ګډون ۲۵ هېوادونه شامل دي.
د دې سازمان اصلي مسؤلیتونه په نړیواله کچه د پیسو مینځلو او د تروریزم تمویل مخنیوي لپاره ګامونه پورته کول دي.
د نړیوال څار په لست کې د پاکستان د نوم شاملول به د نړیوالو مرستو، پورونو او پانګونو سختې څارنې ته اړتیا ولري چې دا به بهرنۍ پانګونه اغیزمنه کړي او د هیواد په اقتصاد به منفي اغیزه وکړي.