د پاکستان د ټاکنو کمیسیون پخوانی صدراعظم عمران خان د پنځو کلونو لپاره نااهله اعلان کړ.
د پاکستان د ټاکنو کمیسیون پخوانی صدراعظم عمران خان د پنځو کلونو لپاره نااهله اعلان کړ.
21 اکتوبر 2022
د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ددې هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان د پنځو کلونو لپاره نااهله (بې کفایته) اعلان کړ.
د پاکستاني رسنیو له مخې کمېسیون ویلي چې عمران خان په دې موده کې د ولس استازیتوب نه شي کولی.
پر عمران خان تور دی چې د توشه خانې په ډالیو کې یې فساد کړی، خو نوموړي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې ده په دې ډالیو پیسې ورکړې او غلا کړې یې نه دي، توشه خانه کې د نورو هېوادونو لخوا پاکستاني چارواکو ته ورکړل شوې ډالۍ ساتل کیږي.
هاخوا څو شېبې مخکې د پاکستان د ټاکنو کمېسیون مخکې د ډزو غږونه اورېدل شوي خو په دې اړه ډېر جزﺉیات نشته.