پاکستان تحریک انصاف ګوند د عمران خان نااهلې پریکړه په عدالت کښې د چیلنج کولو پریکړه کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
پاکستان تحریک انصاف د توشه خانې په مقدمه کې د الېکشن کمېشن فیصلې اسلام آباد هائي کورټ کښې چیلنج کولو اعلان کړې دې.
د پي ټي آئي جنرل سيکرټري اسد عمر د فيصلې په ضد خپل ردعمل کښې وئيلي دي چي د فيصلې خلاف نن هائي کورټ ته ځو، پي ټي آئي به د اليکشن کميشن فيصله چيلنج کوي او نن به درخواست جمع کوي۔
بل اړخ ته فواد چوهدري وئيلي دي چي د اليکشن کميشن نه مخکي هم هيڅ اميد نه وو اليکشن کميشن شرمناکه فيصله کړي ده د اليکشن کميشن دا فيصله د پاکستان په ادارو حمله ده۔
ده ووئيل زه له ولس څخه غوښتنه كوم چې د خپل حق لپاره راووځي، نن په پاكستان كښې انقلاب پېل شو، پي ټي آئي او ولس دا پرېكړه ردوي۔
د پاکستان د مسلم ليګ (ن) مرستيالې مريم نواز د عمران خان د نااهلۍ په اړه غبرګون ښودلی دی.
مريم نواز په ټوېټر خپل يو بيان کې ليکلي چې د پاکستان لومړۍ تصديق شوې دروغجن او تصديق شوې غلې دې چې د غلا په تور بې بنسټه ثبوتونو سره نااهله ګرځول شوې دې.





