نن د هیواد یو تصدیق شوې غل نااهل شو: مریم نواز

باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان د مسلم ليګ (ن) مرستيالې مريم نواز د عمران خان د نااهلۍ په اړه غبرګون ښودلی دی.
مريم نواز په ټوېټر خپل يو بيان کې ليکلي چې د پاکستان لومړۍ تصديق شوې دروغجن او تصديق شوې غلې دې چې د غلا په تور بې بنسټه ثبوتونو سره نااهله ګرځول شوې ده.
مريم نواز په عمران خان طنز کړې او ليکلي چې مېړه او مېرمنې په ګډه ملي خزانه لوټ کړه، د دومره لويې غلا سزا يواځې په نااهلۍ نه ختمېږي، هغه دې ونيول شي او د قانون منګولو ته دې وسپارل شي او لوټ شوې پيسې دې بېرته واخستل شي. .
اليکشن کميشن د توشه خانې کيس کښې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان نااهله ګرځولې دې۔
پاکستان کا پہلا سرٹیفائڈ جھوٹا اور سند یافتہ چور جو چوری کے نا قابل تردید ثبوتوں کے ساتھ نا اہل ہوا۔ میاں بیوی نے مل کر قومی خزانے کو لوٹا۔ جتنی بڑی چوری ہے اسکی سزا صرف نااہلی پر ختم نہیں ہونی چاہیے۔ اسکو گرفتار کر کے قانون کے سامنے پیش کرنا چاہیے اور لوٹا پیسہ واپس لینا چاہیے۔ pic.twitter.com/5gNffXw0ID
— Maryam Nawaz Sharif (@MaryamNSharif) October 21, 2022






