نن د عمران خان په ضد د توشه خانه قضیه پریکړه کیږي، د ټاکنو کمیشن بشپړه امنیت غوښتنه کړې ده

0
163

باغی ټي وي رپورټ
اليکشن کميشن د توشه خانې د مقدمې فيصلې په وخت د فول پروف سيکورټي غوښتنه کړې ده۔دسرچينو ترمخه دانتخاباتو کميشن دپوليسو دزيات شمير په اړه نن ضلعي انتظاميې ته خط ليکلى دى.

په ليک کې ويل شوي دي چې د توشه خانې د قضيې د پرېکړې په وخت کې د کارکونکو د راتلو وېره شته، بايد د ريډ زون او د ټاکنو کمېسيون د ودانۍ شاوخوا امنيتي تدابير ونيول شي.
ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمين عمران خان خلاف د توشه خانې مقدمې په اړه د اليکشن کميشن فيصله به نن اورولې شي۔

ياده دي وي چي اليکشن کميشن د توشه خانه کيس فيصله د ستمبر په 19مه نيټه محفوظ کړې وه۔

د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف د اګست په مياشت کې د قومي اسمبلۍ د غړو په غوښتنه د عمران خان پر ضد د توشه خانې ريفرنس اليکشن کمېشن ته لېږلی و او د هغه د نااهلۍ غوښتنه يې کړې وه.
……………………….

Leave a reply