څلور کاله ماله لاس نه راکول، وس وایی راشه خبرې کوو: وزیراعظم شهباز شریف په عمران خان نیوکې

0
165

باغی ټي وي رپورټ
لومړي وزیر شهباز شریف د نوم له اخیستو پرته پر عمران خان نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې ملت او د اولس ی ډیر زیات بد حال جوړ کړې دې، هیواد ی بد اغیزمن کړې دې او ولس یې په خپلو کښې ویشلې دې، وزیراعظم پرته د نامه اخستلو اوویل چې څلور کاله یې لاس نه دې راکړې او وس وايي راشه خبرې کوو.

اسلام آباد کښې د يوې دستورې په مهال شهباز شريف اوويل چې په ټولنه کښې تفرقه او زهر پيدا کول د افسوس خبره ده، مونږ بې ثبوته تورونه لګولې شو، د برطانيې کرائم ايجنسۍ ته اسناد لېږل شوي وو، د برطانيې ادارې دوه کاله لګولي وو، څه وو؟ د پوښتنو پایله؟ تاسو د غلو او لوټمارانو سندونه شریکوئ، خدای دې په ملت رحم وکړي.

شهبازشريف وويل مونږ ځوانانو ته 75 زره موټرې ورکړې ترڅو هغوي په روزګار شي، د هلکانو او جينکو د تعليم په پروګرامونو باندې په اربونو روپۍ لګولي، د ځپلي اقتصاد د تباهۍ څخه مو بچ کړې، په سيلاب ځپلو کې 66 اربه روپۍ تقسيم کړي دي. د بېنظیر سپورټ پروګرام له لارې سیلاب ځپلو ته د سمدستي مرستو ورکولوپلان مو اعلان کړې او سیلاب ځپلو ته مو مالي مرستې ورکول دوام لري.

Leave a reply