افغان ملي لوبډله پاکستان لوبډلې سره د لوبو لپاره چمتووالی نیسي
افغان لوبډله د پاکستان لوبډلې سره د لوبو لپاره چمتووالی نیسي
افغان لوبډله به ډېر ژر د دریوو نړیوالو یو ورځنیو لوبو ترسره کولو لپاره سریلانکا ته سفر وکړي.
(2021 / 8 /18 نېټه باغي ټلویزیون)
جار عبدالرحیمزی:
ملي لوبغاړو د پاکستان پر وړاندې لوبو ته د وروستي پړاو تمرینات پېل کړي.
وايي، افغان لوبډله به ډېر ژر د درې نړیوالو یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ ترسره کولو لپاره سریلانکا ته سفر وکړي.
دا لوبې پۀ داسې محال کې ترسره کېږي او ورته د تیارۍ لپاره افغان ملي لوبغاړي تیاری نیسي چې افغانستان کې یو لوی سیاسي بدلون راغلی او جمهوري نظام لۀ منځه تللی او پر ځای یې د افغانستان اسلامي امارت واک ته رسېدلی.
د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهسل شاهین پۀ یوه مرکه کې وویل چې دوی به افغان کرکټ ټیم لۀ پخوا پۀ ډول همایه کوي او پۀ وینا افغانستان کې د لومړي ځل لپاره کرکټ د دوی پۀ وخت کې رامنځته شوی.