سبا د جمعې ورځ ده، په کال ۲۰۱۷ کښې هم د جمعې په ورځ پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف هم سپریم کورټ نااهل اعلان کړې وو

باغی ټي وي ربورټ
په کال ۲۰۱۷ کښې هم د جولایی په ۲۸ نیټه د جمعې په ورځ پخوانۍ وزیراعظم نواز شریف د وزیراعظم څوکۍ لپاره نااهل اعلان شو.
د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ په کال ۲۰۱۷ ،۲۸ جولایی د پاناما اسنادو په قضیه کې د یوې مهمې پرېکړې په ترڅ کې لومړی وزیر نواز شریف له دولتي څوکۍ بې واکه کړو.
په هغه وخت کښې جسټس اعجاز افضل خان چې د سپریم کورټ د پانامه پیپرز کیس په اړه د اپرېل په شلمه د خپل حکم نه پس د سپریم کورټ د عملدرآمد بنچ مشري کوله، اعلان وکړو چې لوی بنچ په متفقه توګه د وزیراعظم نواز شریف د څوکۍ لپاره نااهل ګرځولی او د احتساب عدالت ته به د هغه خلاف او د هغه کورنۍ، او نور ځواب ورکوونکي په ضد د ریفرنسونو د پرانستلو امر هم کوي.
دا خبره د یادونې ده چې نن د پاکستان سترې محکمې مشر قاضي په یو بیان کښې ویلي دي چې د پخواني وزیراعظم عمران خان په ضد د توشه خانه قضیه په اړه به پریکړه سبا اعلانوي.
په سوشل میډیا هم ډیر تودې خبرې او بحثونه روان دي چې سبا بیا جمعه ده او د پاکستان په تاریخ کښې داسې پیښې شوي چې هم په دې ورځ سیاسی مشرانو په اړه مهمې پریکړې شوي لکه چې په کال ۲۰۱۷کښې پخوانۍ وزیراعظم پانامه پیپرز په قضیه کښې هم دې جمعې په ورځ نااهل اعلان شو.
…………………………..





