د پاکستان نامه د خړ لست څخه ویستلو په اړه د فیټف پریکړه سبا کیږي

باغي ټي وي رپورټ
د فنانشل ایکشن ټاسک فورس (FATF) دوه ورځنۍ غونډه په پاریس کې روانه ده، په دغه غونډه کې له خړ لیست څخه د پاکستان د نوم د ایستلو په اړه هم غور کېږي.
په پاریس کې د فنانشل ایکشن ټاسک فورس دوه ورځنۍ غونډه روانه ده چې پکې د نورو مسلو ترڅنګ له خړ لیست څخه د پاکستان د نوم د ایستلو په اړه هم غور کیږي.
پاکستان هیله من دی چې دا ځل به د پاکستان نوم له خړ لیست څخه وایستل شي، د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کهر په مشرۍ په دې غونډه کې پاکستاني پلاوی هم شامل دی.
د پاکستان نوم به له خړ لیست څخه وایستل شي او که نه، په دې اړه به سبا پرېکړه وشي، چې رسمي اعلان به سبا د پاکستان پر وخت سهار اته بجې وشي.
ياده دې وي چې د پاکستان نوم په ۲۰۱۸م کال کې د FATF په خړ لېست کې اچول شوی و او د ۲۷ ټکو د عملي کولو لپاره يې د عمل پلان هم ورکړل شوی و.
وروسته له پاکستانه د اوو نورو او بيا د شپږو ټکو د عملي کولو غوښتنه وشوه، چې د دغو ټکو د عملي کېدو د بيا کتنې لپاره د FATF پلاوي هم پاکستان ته سفر وکړ، چې د دغه پلاوي د راپور په رڼا کې پاکستان هيله من دى، چې د پاکستان نوم به له يادې لوظنامې لرې شي. خړ لیست به ویستل شي.
د مالي اقدام کاري ځواک په غونډه کې چې د اکټوبر په ۲۰ او ۲۱ په پاریس کې جوړېږي، د انټرپول، IMF او نړیوال بانک چارواکو په ګډون د ۲۰۶ سازمانونو پلاوي ګډون کوي.
غونډه كښې به په دې لړ كښې د جعلي كمپنيو او نورو طريقه كارونو په ذريعه د ناجائزه سرمايه كارۍ د مخنيوي او مخنيوي په اړه هدايات هم كولې شي۔
……………………………………………






