د ځمکو د غصب د مخنیوي او استرداد په اړه د اسلامي امارت تازه کمیسون جوړ شو.

0
121

20 اکتوبر 2022

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه نشر کړي چې د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب سوو ځمکو د استرداد د مقررې، کمېسیون، د کمېسیون د لائحې او اړوندې اختصاصي محکمې په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله فرمان صادر شو.

عاليقدر اميرالمؤمنين د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب سوو ځمکو د استرداد مقرره په (۴) فصلونو او (۲۱) مادوكي توشیح کړه.

دغه راز عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب سوو ځمکو د استرداد د کمېسيون لائحه په (۹) مادو کي منظوره کړه. څرنګه چي په تېرو وختونو کي د اشخاصو او زورواکانو له خوا امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي ځمکي غصب سوي دي او د يادو ځمکو استرداد او د امارتي (سلطاني)، عامه مرغی او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی د افغانستان اسلامي امارت له وجايبو څخه دی.

بناء عاليقدر اميرالمؤمنين د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب سوو ځمکو د استرداد کمیسیون ترکیب په لاندې توګه منظور کړ.

۱- د عدليې وزیر د کمېسيون د رئيس په توګه.

۲- دکرنی، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د غړي په توګه.

۳- د ښار جوړولو وزير د غړي په توګه.

٤- د کار او ټولنیزو چارو وزير د غړي په توګه.

ه- لوی څارنوال د غړي په توګه.

دغه راز د دې فرمان په لومړۍ ماده کي ياد کمېسيون مکلف دی، چې د امارتي (سلطانی)، عامه مرغی او وقفي ځمکو د استرداد او د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي ځمکو د غصب د مخنيوي په منظور د اړوندې مقررې او لائحې سره سم اجراءات وكړي.

همدا رانګه د دې فرمان په دریمه ماده کي پر یاد کمېسیون سربېره د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب سوو ځمکو قضيو ته

د رسيدۍ او په دې برخه کي د شرعي پرېکړو د صادرولو په منظور په لاندي تركيب اختصاصي محکمه جوړيږي.

20 اکتوبر 2022

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه نشر کړي چې د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب سوو ځمکو د استرداد د مقررې، کمېسیون، د کمېسیون د لائحې او اړوندې اختصاصي محکمې په اړه د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله فرمان صادر شو.

عاليقدر اميرالمؤمنين د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب سوو ځمکو د استرداد مقرره په (۴) فصلونو او (۲۱) مادوكي توشیح کړه.

دغه راز عاليقدر امير المؤمنين حفظه الله د ځمکو د غصب د مخنيوي او غصب سوو ځمکو د استرداد د کمېسيون لائحه په (۹) مادو کي منظوره کړه. څرنګه چي په تېرو وختونو کي د اشخاصو او زورواکانو له خوا امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي ځمکي غصب سوي دي او د يادو ځمکو استرداد او د امارتي (سلطاني)، عامه مرغی او وقفي ځمکو د غصب مخنیوی د افغانستان اسلامي امارت له وجايبو څخه دی.

بناء عاليقدر اميرالمؤمنين د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب سوو ځمکو د استرداد کمیسیون ترکیب په لاندې توګه منظور کړ.

۱- د عدليې وزیر د کمېسيون د رئيس په توګه.

۲- دکرنی، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د غړي په توګه.

۳- د ښار جوړولو وزير د غړي په توګه.

٤- د کار او ټولنیزو چارو وزير د غړي په توګه.

ه- لوی څارنوال د غړي په توګه.

دغه راز د دې فرمان په لومړۍ ماده کي ياد کمېسيون مکلف دی، چې د امارتي (سلطانی)، عامه مرغی او وقفي ځمکو د استرداد او د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي ځمکو د غصب د مخنيوي په منظور د اړوندې مقررې او لائحې سره سم اجراءات وكړي.

اړوند موضوعات

د امیرالمؤمنین د فرمان له مخې د تخار ولایت د علماؤ شورا تشکیل ترتیب او په کار یې پیل وکړ.

همدا رانګه د دې فرمان په دریمه ماده کي پر یاد کمېسیون سربېره د امارتي (سلطاني)، عامه مرعى او وقفي غصب سوو ځمکو قضيو ته د رسيدنۍ او په دې برخه کي د شرعي پرېکړو د صادرولو په منظور په لاندي تركيب اختصاصي محکمه جوړيږي.

Leave a reply