د عمران خان سایفر په اړه پلټنې، وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف ایی اې) د پخواني وزیراعظم عمران خان سیکرټری اعظم خان راغوښتنې دې

0
174

باغی ټي وي رپورټ
وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) د پخواني وزیراعظم عمران خان پخوانی سیکرټري اعظم خان احضار کړی دی.

ايف آئي اے اعظم خان ته د اکټوبر په 25مه نيټه د سمن نوټس جاري کړے دے چې پکښې هغه ته د ماسپښين يو بجه د ايف آئي اے دفتر کښې د حاضريدو هدايت کړے شوے دے۔

نوټس کښي وئيلي شوي دي چي د کورنو سيکرټري په درخواست باندي ايف آئي اے د ترهه ګرئ مخنوي کښي انکوائري درج کړے شوي ده۔
دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان د تحريک انصاف د مشر عمران خان د آډيو ليکس په اړه د پلټنو لپاره د وفاقي تحقيقاتي کمېټۍ (اېف آئي اے) يوه پلټنيزه ډله جوړه شوې ده.

د انکوائري ټيم جوړولو نوټيفيکيشن هم جاري کړے شوے دے۔ د نوټيفيکيشن له مخې په تحقيقاتي ټيم کښې به د ايف آئي اے پنځه غړي، د آئي ايس آئي، ايم آئي او آئي بي درې نمائندګان شامل وي۔

ياده دې وي چې د اکتوبر په لومړۍ نېټه وفاقي کابينې ايف آئي اے ته د عمران خان د آډيو ليکس سائيفر په اړه د پلټنو کولو منظوري ورکړې وه.
…………………………………………………….

Leave a reply