د عمران خان آډیو لیک ستونزه، عمران خان د خپلو آډیو لیک په اړه پلټنو لپاره د سپریم کورټ دروازه ټکولې

0
154

باغی ټي وي رپورټ
د تحریک انصاف چیرمین عمران خان د آډیو لیکس په اړه د تحقیقاتو لپاره سترې محکمې ته مراجعه کړې ده.

په سپريم کورټ کې د عمران خان لخوا جمع کړل شوې درخواست کې د آډيو ليکس د پلټنو لپاره د عدالتي کميشن يا جے آئي ټي جوړولو غوښتنه شوې ده.

درخواست کې ویل شوي چې د وزیراعظم د کور او دفتر څارنه، د ډیټا ریکارډنګ او آډیو لیکس دې غیرقانوني اعلان کړل شي او د آډیو لیکس پلټنو وروسته دې ذمه وار کسانو ته سزا ورکړل شي.
د عمران خان په غوښتنه کې ویل شوي، چې حکومت او اړوندو چارواکو ته دې د لا زیاتو آډیوګانو د لیکېدو د مخنیوي امر وشي.

د پي ټي آئي د چيئرمېن په درخواست کښې د کورنو چارو وزارت، دفاع وزارت، د انفارمېشن وزارت او د اطلاعاتو وزارت اړخونه جوړ شوي دي۔ د دې نه علاوه آئي بي، ايف آئي اے او پيمرا هم په درخواست کښې خواشيني کړے شوي دي۔
ياده دې وي چې وزيراعظم شهباز شريف هم د وفاقي کابينې په منظورۍ د ايف آئي اے لخوا د آډيو ليکس تحقيقاتو منظوري ورکړې وه ولي پاکستان تحريک انصاف د ايف آئي اے تحقيقات رد کړي وو۔
……………………………………

Leave a reply