د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو فعال کارکوونکی یو بل دروغ مخې ته راغلې، په کال ۲۰۱۷ کښې دې دروغو ته د عمران خان پخوانۍ میرمن دا جعلي بللې وو

0
109

باغی ټي وي رپورټ
سينير خبريال او شنونکي حامد مير په خپل پروګرام کې د پاکستان د تحريک انصاف د فعال علي نواز په يو ټويټ د عمران خان د پخوانۍ ميرمنې جمائما ګولډسميت انکار ته اشاره کړې ده.

علي نواز په یوه ټوېټ کې د عمران خان پخوانۍ مېرمنې جمیما ګولډ سمېت ته په اشارې لیکلي، چې له طلاق وړاندې مې عمران خان ته وړاندیز کړی و، چې که ته له پاکستانه لاړې، نو په لندن کې به یو لوی کاروبار درکوم، یوه سیټ به درکړم. پلار یې هم وویل چې زه به تاته ډیر څه درکړم خو عمران خان انکار وکړ.


جمایما ګولډسمیت دغه ټویټ ته غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي، “ستاسو د معلوماتو لپاره، دا یو جعلي داستان دی.”
علي نواز د عماد میر د ټوېټ په کولو سره ویلي چې دا ټوېټ مې په ۲۰۱۷ کال کې کړی و چې په هماغه ورځ یې حذف کړی و، نو اوس ولې دا ټوېټ شئیر کېږي؟

Leave a reply