په افغانستان کښې د بانکونو نه بندیز لرې شو: رپورټ

باغي ټي وي رپورټ
په رسنیو داسې رپورټونه خپاره شوي چې د امریکې ایالت په افغانستان څه شمیر د تجارت او کاروبار کولو لپاره بعضې بانکي بندیزونه لرې کړي دي.
د نن ایشیا رسنې رپورټ مطابق د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت له طرف نه د افغانستان سره د مالي ادارو لکه نړیوال بانک، آسیایې پراختیایې بانک، اسلامي پراختیا بانک، د امریکا مرسته کوونکو ادرو، ملګرو ملتونو او نورې ډیرې داسې مالي ادارو ته د مالي معاملاتو مشروطه اجازه ورکړې ده.
یاده دې وی چې په افغانستان د امریکا او نور نړیوالو مالي ادرو له طرف نه د پیسو په لیږلو رالیږلې بندیزونه لګیدلی وو او وس چې دا بندیزونه ختم شو نو دې سره به په افغانستان کښې په مکمل توګه کاروباري هلې ځلې پیل شي او سوداګر به د افغانستان لپاره په بهرنیو هیوادونو کښې او هم دغه شان د افغانستان نه بهر نورو ملکونو ته توکي ولیږي.
یاده دې چې د افغانستان سوداګرو هم څو ورځې وړاندې داسې غوښتنې کړې وی چې افغانستان نه دې بانکي بندیزونه لری کړي شي.
د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت د افغانستان سره د مالي اداراتو لکه نړیوال بانک، آسیایې پراختیایې بانک، اسلامي پراختیا بانک، د امریکا مرسته کوونکو ادراتو، ملګرو ملتونو او نورې ډیرې مالي اداراتو ته د مالي معاملاتو مشروطه اجازه ورکړې ده.
— nunn.asia (@nunnasia) September 24, 2021






