د فرانس صدر هغه جومات ته ورغللې دې چې د ۷۰ زره مسلمانانو د فرانس لپاره د ژوند قربانۍ ورکولو په بدل کښې ۱۰۰ کاله وړاندې جوړ شوې وو
باغی ټي وی رپورټ
د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د فرانسې په پلازمېنه کې د لومړي مرکزي جومات د جوړېدو د ۱۰۰ کلونو په پوره کېدو سره له دغه جومات څخه لیدنه وکړه او د دغه جومات امام کاموس ادین حافظ ته یې د فرانسې تر ټولو ستر ملکي جایزه، لیجنډ آف آنر ورکړ.
د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، ولسمشر ماکرون جومات ته د خپل سفر پر مهال د فرانسوي مسلمانو پوځیانو په نومونو یوه تخته هم پرانسته.
له ولسمشر مکرون سره د فرانسې د کورنیو چارو وزیر ګیرالډ درمینین او د فرانسې د دفاع وزیر سیباستین لیکورنیو هم ملګري وو.
د پاریس اصلي جومات په ۱۹۲۲ کال کې د هغو ۷۰ زرو مسلمانانو په یاد جوړ شو چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې د فرانسې لپاره خپل ژوند قرباني کړ.
……………………………………