کالعدم ټي ټي پي صوبایی وزیر عاطف خان ته لیږل شوې لیک جعلي بللې دې

0
191

باغی ټي وي رپورټ
کالعدم تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د خيبر پښتونخوا د وزير عاطف خان په ضد په سوشل ميډيا خپور شوي ګواښ ليک جعلي بللی دی.

د کالعدم ټي ټي پي لخوا جاري شوي بيان کښي وئيلي شوي دي چي د دوي تنظيم لخوا عاطف خان څخه د روپیو اخستلو لپاره کوم لیک نه دي استول شوي۔

ياده دې وي چې له دې وړاندې صوبائي وزير عاطف خان دعوه کړې وه چې هغه ته د کالعدم تنظيم لخوا د ٨٠ لاکه روپو تاوان خط ليږل شوى وو چې په اړه يې امنيتي ادارو ته خبر ورکړى وو.
دا خبره په سوشل میډیا هم خپور شوې وو چې له وجهې ی په عام اولس کښې ډار خپور شوې دې.
دا خبره هم د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا حکومت ویاند بیرسټر سیف هم په یو بیان کښې ویلي دي چې په سوات کښې د طالبانو راتګ د کوم پلان او سازش برخه نه ده او د عام اولس دا تاثر غلط دې چې طالبان د یو پلان او سازش لاندې سوات ته راغلي دي.

…………………………..

Leave a reply