کراچۍ کښې یو وګړې او یو پولیس اهلکار ډاکوانو سره په ډزو کښې وژل شوي دي
باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په بړا بورډ سیمه کې د غلو په ډزو کې ټپي شوي پولیس افسر د ایمبولینس په نه رسیدو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د غلو په ډزو کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.
جيو نيوز د کراچۍ په باړه بورډ سيمه کې د ډزو په نتيجه کې د ټپي شوي پوليس يوه ويډيو ترلاسه کړې ده چې پکې پوليس نهال په ټپي حالت کې پر ځمکه پروت دی، ملګري افسران او خلک د هغه د پورته کولو هڅه کوي.
ټپي افسر نهال روغتون ته د لېږدولو لپاره پر وخت امبولانس ته ونه رسېد، چې له امله يې ملګري افسران په موټرسايکل سپاره شول او لاړل، خو هغه مړ نه شو.
په ویډیو کې دا هم په واضح ډول لیدل کیدی شي چې ژوبل شوي افسر نهال او د هغه ملګري افسرانو هیڅ یو بلټ پروف جیکټونه نه دي اغوستي.
د ايس ايس پي کيماړۍ کيپټن فيضان دعوه کړې ده چې د شهيد شوي پوليس اهلکار پشمول د دريو پوليس اهلکارو سره بلټ پروف جيکټونه هم وو ولي دوي هغه د خوراک په مهال ئي هوټل کښي ویستلي وو . هغه زیاته وی چې په دې وخت کښې ډاکوانو په وګړي برید وکړو او دغه شان پولیس سره ی ډزې پیل کړي.
د فلاحي تنظيم دريځ ويلې دې چې د اطلاع ترلاسه کولو سره سم ايمبولينس راولېږل شو او نيمه لار ئي اهلکار له موټر سائيکل نه ايمبولينس ته منتقل کړے دے۔
د پولیس وینا ده چې د غلو ډزو له وجې د یو پولیس اهلکار او یو عام وګړي د وژل کیدو پېښې په اړه پاک کالونۍ پولیس سټیشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده.