که عمران خان په هیواد کښې زر ټاکنې غواړي د خیببر پښتونخوا او پنجاب اسمبلۍ دې ماتې کړي: د پی ایم ایل ن مشر وینا
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر مصدق ملک وئيلي دي چې که عمران خان وختي انتخابات غواړي نو د پنجاب او خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دې ماتې کړي نو دې سره به ټاکنې زر تر سره شي.
د جيو نيوز پروګرام “کيپيټل ټاک” کې د خبرو پر مهال د ايالتي وزير سناتور مصدق ملک وويل چې د تحريک انصاف ځينې لوړپوړي مشران د لانګ مارچ او دھرنې په اړه د عمران خان له وروستيو څرګندونو خوښ نه دي.
په سي پروګرام کې د پيپلز پارټۍ سينيټر مولا بخش چانڊيو وويل که په ملک کې دانتخاباتو فضا وي نو پيپلز پارټۍ به دانتخاباتو مخالفت نه کوي خو که دا سازش وي نو مونږ به يې برخه نۀ اخلو.
هغه زیاته کړه چې د تحریک انصاف غړي د ګوند په پریښودو دي او د تحریک انصاف پاکستان ګوند به بد متاثره شی او دا ګوند به کم او راغونډ شي.