د پي ټي آیی لانګ مارچ لپاره بشپړ چمتووالۍ لري، وفاق دې پنجاب ته غنم ورکړي: د وزیراعلی پنجاب پرویز الهي غوښتنه

باغی ټي وي رپورټ
د پنجاب وزيراعلي چوهدري پرويز الاهي وئيلي دي چې وفاق دې پنجاب ته غنم ورکړي او يا دې د واردولو اجازه ورکړي.
وزيراعلي هاؤس کې د صحت وزيرې ډاکټر ياسمين راشد سره ميډيا سره خبرو کې چوهدري پرويز الاهي وويل د شهباز حکومت د غرور ښکار دی، د غنمو او پنجاب د قرضو لپاره يې شپږ ځله غږ پورته کړی خو هيڅ ځواب يې نه دی ترلاسه کړی.
ده ووئيل چې پنجاب وفاقي حكومت ته 170 اربه روپۍ قرضدار دے٬ دوي په دې معامله سپريم كورټ ته ځي۔
چوهدري پروېز الهي وويل مسلم ليګ ن د پنجاب خوبونه ويني، ضمني انتخاباتو کې د ماتې له امله زمونږ د غړو شمېر زيات شوی دی.
هغه وويل، چې بلدیاتي ټاکنو ته پوره چمتووالى لري او د لانګ مارچ بشپړ ملاتړ به کوي.
………………………………………………………..






