د پاکستان وزیر خارجه او پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري عمران خان سیاسي دجال بللې دې

0
197

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د پیپلز ګوند مشر او د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پخوانی لومړی وزیر او د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان باندې سختې نیوکې کړي دي او هغه ی سیاسي دجال بللی دی.

بلاول بهټو زرداري د خپلې خور آصفه بوټو سره د کراچۍ نه ضمني انتخاباتو کې عمران خان ته ماتې ورکولو د پيپلز ګوند کانديد عبدالحکيم بلوچ ته د مبارکۍ ورکولو لپاره ملير ته رسېدلې ده.

ملير ته په رسيدو سره مزدورانو ده ته تود هرکلي ورکړو او قافله باندې د ګلونو ګلونه وورول شول۔
ملیر کښې یوې جلسې ته په خطاب کښې بلاول اوویل چې د عمران سیاست د ملک ماتولو او نفرت کولو سیاست دی، داسې سیاستوال به د تل لپاره ریٹائرډ شي.

ده د وينا په مهال د پي ټي آئي چيئرمېن سياسي مخالف وباله او ويې ويل چې څوک چې هر چا ته چور وايي هغه زکات او خيرات چور شو، د هغه پخلنځي هم شوکت خانم چلوي.

ده ووئيل چې د عمران خان په ضد بريا تاريخي ده٬ ضمني ټاكنو نه پس به عام انتخابات هم د پيپلز پارټۍ په نوم كېږي۔
ياده دې وي چې عمران خان د اکتوبر په ۱۶مه د قامي اسمبلۍ په ۷ حلقو ضمني انتخاباتو کې ځان کانديد کړی ؤ او د کراچۍ نه يواځې د اين اے ۲۳۷ په څوکۍ يې ماتې خوړلې وه .
……………………………..

Leave a reply