د ا تاثر او فکر غلط دې چې ط.ا.ل.ا.ن د یو پلان او سازش لاندې سوات ته راغلي دي: بیرسټر سیف

باغی ټي وي رپورڼ
د خېبرپښتونخوا د وزيراعلي خاص مرستيال بيرسټر سيف وئيلي دي چې دا تاثر غلط دی چې مونږ طالبان د یو ډیل او پلان لاندې سوات ته راغلي دي.
په سوات کې ميډيا سره خبرو کې بيرسټر سيف وويل د طالبانو مشرانو څخه يې غوښتنه کړې چې خپل هغه کسان چې په سوات او يا د پاکستان په کومه برخه کې دي بيرته واستوي.
بيرسټر سياف وويل، چې له طالبانو سره هېڅ ډول معامله نه ده شوې، په خبرو اترو کې له ځنډ وروسته د وسله والو طالبانو يو شمېر کسان دغه ولايت ته راغلل، چې له امله يې ځينې پېښې رامنځته شوې، چې طالبانو ته دلته د راتلو اجازه ورکړل شوې ده.






