دا مریکا اولس مشر جو بایډن به د ستراتیژیک پټرولیم زیرمو څخه د یو نیم ملیون بیرل تیل خوشې کول اعلان کړي

0
80

باغی ټي وي رپورټ
د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن به د ستراتیژیکو پټرولیم زیرمو څخه د یو نیم ملیون بیرل تیلو د خوشې کولو اعلان وکړي.

د يو بهرني خبري اژانس له مخې امريکايي چارواکي وايي چې د پټروليم بيې لوړېدل دوام لري او بايد نور تېل صادر شي.

ولسمشر بایډن سږکال له ستراتیژیکو زیرمو څخه د 180 ملیون بېرلو تیلو خوشې کول تصویب کړل.دغه منظوري د اوکراين د کړکېچ له امله د تېلو د بيو د لوړېدو په صورت کې ورکړل شوه.

سعودي عربستان د امریکا په ضد د جهاد اعلان کړې
دا خبره مهمه ده چې سعودي عربستان د ولیعهد او د لومړي وزیر محمد بن سلمان د تره زوی شهزاده سعود الشعلان هم د تېلو د تولید او د امریکا د ګواښ په ضد او ځواب کښې د جګړې اعلان وکړو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن سعودي عربستان ته د اوپیک پلس د تېلو د تولید د کمولو د پرېکړې په اړه ګواښ کړی او ویلي یې دي چې سعودي عربستان به یې پایلې له ځانه سره ولري.

د بایډن د ګواښ په اړه د سعودي شهزاده او ولیعهد محمد بن سلمان د تره زوی سعود الشعلان ویلي چې که څوک موږ ننګوي، موږ ټول شهادت او جهاد ته چمتو یو.

Leave a reply