د خیبر پښتونخوا سیکوریټي ګارډ لویه کارنامه کړې، ایم فل پوره کولو پس په هم هغه تعلیمي اداره کښې لیکچرر وټاکل شو

0
179

باغی ټي وی رپورټ
که په انسان کې د لوستلو جرئت او مینه وي، نو د نړۍ هیڅ ځواک او په لاره کې مشکلات نشي کولی هغه له خپل رسالت څخه بې برخې کړي.

د خېبرپښتونخوا سره تعلق لرونکي اختر نواز خټک شخصي ټي وي ته په يوه مرکه کې وئيلي دي چې کله يې دا نوکري ترلاسه کړه نو يواځې ميټرک پاس ؤ او د خبرو کولو کومه خاصه طريقه يې نه درلوده خو په زړه کې يې د لوستلو شوق او جذبه وه . له همدې امله یې په کراچۍ پوهنتون کې د امنیتي ساتونکو دندې ترڅنګ خپل تعلیمي سفر ته دوام ورکړ.

اختر نواز وویل کله چې ما په ایم فل کې داخله واخیسته نو د شپې مې خپله دنده ترسره کړه ځکه چې سهار وختي د ایم فل کلاسونه اخلم.

هغه وويل، کله چې د ايم فل فارغ شو، نو د څانګې مشر ترې وغوښتل چې موږ ته درس راکړئ، په لومړي سر کې دا ډېره عجيبه ښکارېده، خو په پوره چمتووالي يې تدريس پيل کړ او انشاالله زه به هم خپله PhD بشپړ کړم.
اختر نواز وويل چې هغه د سټریټ کرایمز یعني د کوڅو د جرمونو ، د هغې د علتونو او د هغې د حل په اړه خپل ریسرچ کړې دې.

دوی وايي چې که یو څوک د یو څه کولو لپاره او لیوالتیا ولري او هڅه جاري وساتي ، نو هیڅ شی ناممکن نه دی.

Leave a reply