د سارا انعام قتل اصلي تورن شاهنواز مور نیول شوې ده

0
196

باغی ټي وي رپورټ
د سارا انعام د وژنې د مقدمې د اصلي ملزم شاهنواز عامر مور ضمانت خارج کیدو وروسته د پولیسو لخوا ونیول شوه.

د تورن شاهنواز مور ثمینه شاه په عبوري ضمانت کې وه او نن ملزم د ضمانت د توسیع لپاره د خپلو وکیلانو سره عدالت ته حاضر شو.

خو د ايډيشنل سيشن جج سهيل شيخ د ملزمه ثمينه شاه د ضمانت درخواست مسترد کړے دے د کومي نه پس چي پوليس ملزم د عدالت احاطې نه ګرفتار کړے دے۔
شهزاد ټاؤن پوليس ملزمه ثمينه شاه د عدالتي کوټې نه بهر نيولې ده۔

ياده دې وي چې تېره مياشت د سينئر خبريال اياز امير زوي شاهنواز په چک شهزاد کې خپله دريمه مېرمن سارا انعام په خپل کور کې په بې رحمانه ډول وژلې وه او د پېښې په مهال د شاهنواز مور ثمينه شاه هم په کور کې موجود وه.
دا خبره مهمه او د یادونې ده چې د سارا وژنې مرکزي ملزم شاهنواز عامر نور جسماني ريمانډ منظور کړے شوې دې. د اسلام آباد عدالت د ساره انعام د قتل مقدمې مرکزي ملزم شاهنواز عامر نور جسماني ريمانډ منظور کړے دے۔

د سارا انعام وروستۍ پوسته چې د خپل میړه لخوا وژل شوې وه، پوليس شاهنواز عامر د سول جج عامر عزيز په عدالت کې وړاندې کړ، چې په مهال يې تفتيش افسر عدالت ته وويل چې د وژل شوي کس پاسپورټ ترلاسه کول ضروري دي، له پاسپورټ څخه به د سفر تاريخ معلومېږي.قاضي ریمارکس ورکړ چې تحقیقات باید قضیه خرابه نه کړي.

Leave a reply