د ملګرو ملتونو راتلونکې غونډه کې به د افغانستان په نمایندګۍ غلام محمد اسحاقزی ګډون کوي

0
103

د ملګرو ملتونو راتلونکې غونډه کې به د افغانستان په نمایندګۍ غلام محمد اسحاقزی ګډون کوي

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان په نمایندګۍ به د ملګروملتونو غونډه کې غلام محمد اسحاقزی ګډون کوي، تر دې وړاندې طاالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي ؤ چې د افغانستان په نمایندګۍ دې راتلونکې غونډه کې سهیل شاهین ومني.

 

(2021 / 9 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان په نمایندګۍ به د ملګروملتونو غونډه کې غلام محمد اسحاقزی ګډون کوي، تر دې وړاندې طاالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي ؤ چې د افغانستان په نمایندګۍ دې راتلونکې غونډه کې سهیل شاهین ومني.

ملګرو ملتونو د طالبانو هغه غوښتنه رد کړه چې د افغانستان په نمایندګۍ دې سهیل شاهین  د ملګرو ملتونو په راتلونکې غونډه کې ګډدون وکړي.

د ملګرو ملتونو راتلونکې ناسته تر ډیره بریده د افغانستان اوسنیو حالاتو او وروستیو بدلونونو ته ځانګړې شوې ده .

تر دې وړاندې هم د افغانستان رسمي استازی غلام محمد اسحاقزی ؤ.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له واکمنېدو سره سم غلام محمد اسحاقزي له نړیوالې ټولنې تو ملګرو ملتونو وغوښتل چې په طالبانو بندیزونه ولګوي او هغوی په رسمیت ونه پېژني.

Leave a reply